د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکې ۳۸ کالنه سایره له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ټکسي چلولو له لارې د خپلې نهه کسیزې کورنۍ د ژوند لګښتونه برابروي.
نوموړې د پژواک خبري آژانس سره خبرو کې ویلي، شپږ لوڼې، یو زوی او ناروغ خاوند لري او د خپل یوه ماشوم له مړینې وروسته یې د موټر چلولو زده کړه وکړه، څو د خپلې کورنۍ اړتیاوې پخپله برابرې کړي.
د هغې په وینا، اوس هره میاشت له ټکسي چلولو شاوخوا ۱۲ زره افغانۍ عاید ترلاسه کوي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) ویلي، په افغانستان کې د وروستیو کلونو پر مهال د ښځو سوداګریز او د عاید پیدا کولو فعالیتونه د پام وړ زیات شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ښځو لپاره د موټر چلول یو د شرم موضوع ده، خو په دغه شان چاپیریال کې د موټر چلول د سایره لپاره د حلالې نفقې یوازینۍ سرچینه ګرځېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو بیا ځلې واکمنۍ سره په هېواد کې د ښځو پر زدهکړو بشپړ بندیز اعلان شوی او د کار ګڼو محدودیتونو سره هم مخامخ دي.
