د بلوڅ ازادي غوښتونکو ویلي، چې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې یې په پنځو جلا عملیاتو کې ۱۰ پاکستاني پوځیان وژلي دي.
دغه غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې وژل شویو کسانو کې د پاکستان د پوځ یوې ډلې مشر او د ځانګړو ځواکونو دوه کمانډویان هم شامل دي.
د اعلامیې له مخې، دغه عملیات د دالبندین او چاغي، زمران او کېچ، سوراب او ماشکیل سیمو کې ترسره شوي دي. د دوی په وینا، په دغو عملیاتو کې پر پوځي مرکزونو بریدونه، له پاکستاني ځواکونو سره نښتې او د چاغي په سیمه کې د سیندک پروژې اړوند د تېلو پر ټانکرونو برید شامل و.
بلوڅو ازادي غوښتونکو زباته کړې، چې د سوراب په نښته کې یو مشر او د ځانګړو ځواکونو دوه عسکر وژل شوي دي.
دغه غورځنګ همداراز ویلي، چې په ماشکیل کې له یوې نښتې وروسته پاکستاني ځواکونو د چورلکو او هوايي بریدونو په وسیله سیمه په نښه کړه، خو د دوی جنګیالي وتوانېدل چې له محاصرې ووځي.
د یادونې وړ ده، چې د بلوچستان سیاسي او پوځي مشرانو د رڼا سره په وروستیو خبرو کې ویلي و، چې بلوچستان په بشپړه معنا د خپلواکۍ پر لور چټک قامونه اخلي او ډېر ژر به خپله خاوره له استعمار پاکه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په بلوچستان کې د پاکستان پوځ له لاسه ګڼ شمېر سیمې وتلي دي او دغه پوځ ته پکې په زیاته کچه مرګ ژوبله رسیږي.
