نړۍ

امریکا او ایران پر یو او بل د اوومې ورځ لپاره بریدونه کړي

امریکا وایي، د ایران پر ضد یې په تازه پوځي عملیاتو کې د دغه هېواد څارنیز مرکزونه، پوځي لوژستیکي زېربناوې، د وسلو تر ځمکې لاندې زېرمتونونه او سمندري وړتیاوې په نښه کړې دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، دا عملیات د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره ترسره شوي او په کې له جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي بېړیو څخه کار اخیستل شوی دی. سنتکام همداراز ټینګار کړی چې د ایران پر بندرونو یې سمندري محاصره دوام لري.

بل لور ته، د ایران سپاه پاسداران او د دغه هېواد پوځ ادعا کړې، چې په غبرګون کې یې په کویټ او اردن کې د امریکا پر پوځي اډو، رادارونو او د مهماتو او سون‌توکو پر زېرمتونونو بریدونه کړي دي. ایران دا هم خبرداری ورکړی چې که د امریکا بریدونه دوام وکړي، په سیمه کې به د امریکا اړوند نور هدفونه هم په نښه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *