نړۍ

په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ خپل فعالیتونه پای ته ورسول

،په پېښور کې د امریکا کونسلګرۍ اعلان کړی چې خپل فعالیتونه یې پای ته رسولي او له دې وروسته به د پښتونخوا اړوند ټولې ډیپلوماټیکې چارې د اسلام‌اباد په امریکا سفارت کې د پښتونخوا د څانګې له لارې ترسره کېږي.

د امریکا کونسلګرۍ د جمعې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې بدلون له مخې به د ویزو، قونسلۍ او نورو ډیپلوماټیکو خدمتونو ټولې چارې د اسلام‌اباد له سفارت څخه تنظیم او وړاندې کېږي.

په خبرپاڼه کې د دې پرېکړې د لاملونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی، چې د پښتونخوا له خلکو، سیمه‌ییزو ادارو او شریکانو سره به اړیکې او خدمات د اسلام‌اباد له لارې په عادي ډول دوام ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *