ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د دې سازمان سرمنشي انتونیو ګوتېرش، بنګلهدېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپل نوې ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د مشرې په توګه ټاکلې ده.
رباب فاطمه به د روزا اوتونبایوا ځای ناستې شي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوتونبایوا د ژمنو خدمتونو ستاینه کړې او همداراز یې د یوناما د مرستیالې جورجت ګانیان د کارونو قدرداني کړې، چې اوس مهال په افغانستان کې د دغه پلاوي سرپرستي پر غاړه لري.
د ملګرو ملتونو د ویاند دفتر ویلي، رباب فاطمه له ۳۰ کلونو زیاته د ملي او نړۍوالو دولتي خدمتونو، دوه اړخیزې او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ، پالیسۍ جوړونې، ملاتړ او د پروګرامونو د طرحې او پلي کولو تجربه لري.
نوموړې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې راګیرو مخ پر ودې هېوادونو او کوچنیو ټاپووزمو مخ پر ودې هېوادونو د عالي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.
