افغانستان لوبې

د شاپور ځدراڼ جنازې مراسمو ته ګڼ‌شمېر هېوادوال ورغلي وو

د شاپور ځدراڼ جنازه نن پنجشنبه  ١٠ بجې د کابل په عیدګاه جومات کې ترسره شوه او وروسته یې جسد  په مرنجان تپه کې خاورو ته وسپارل شو.

شاپور ځدراڼ، چې په وروستیو میاشتو کې د هند په یوه روغتون کې بستر و، دوه شپې وړاندې د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې وه.

شاپور ځدراڼ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ‌اچوونکی و.

هغه د افغانستان لپاره په ۴۴ یو ورځنیو او ۳۶ شل‌آوریزو نړۍوالو سیالیو کې لوبېدلی او ټولټال یې ۸۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.

د نوموړي پر مړینه په پراخه کچه، د کرکټ مینه‌والو، ملي او نړۍ‌والو لوبغاړو، د کرکټ نړۍ‌والې شورا مشر، د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو، سیاستوالو او ګڼو مشهورو کسانو خپګان ښودلی دی او د ځدراڼ مړینه یې لویه ضایعه بللې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *