په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، زرګونو ښځو چې له زدهکړو او ډېرو دندو بېبرخې شوې دي، د عاید ترلاسه کولو او ټولنیز حضور د ساتلو لپاره سوداګرۍ ته مخه کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، اوس له ۱۰ زرو ډېرې ښځې د سوداګرۍ رسمي جوازونه لري، چې د پنځو کلونو مخکې پرتله لس برابره زیاتوالی ښيي. د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۰ زره نورې ښځې هم له رسمي جواز پرته کوچني کاروبارونه کوي.
په بېلابېلو ولایتونو کې ښځو د غالیو تولید، د خوړو توکو، لاسي صنایعو، صابون جوړولو او نورو کوچنیو کاروبارونو له لارې د عاید ترلاسه کولو هڅې پیل کړې دي. ځینې ښځې وايي، که څه هم د زدهکړو او کار محدودیتونو پر وړاندې له ستونزو سره مخ دي، خو سوداګري یې د کورنیو د ملاتړ او اقتصادي بقا یوه مهمه وسیله ګرځېدلې ده.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې له اووه سلنې کمې افغان ښځې په کار بوختې وې. د ښځو پر کار او زدهکړو لګېدلو محدودیتونو د دوی اقتصادي فعالیتونه له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، ښځې کولی شي د هېواد د اصولو په چوکاټ کې حرفوي زدهکړې او سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي؛ خو د ښځو د اقتصادي فرصتونو کمښت لا هم د اندېښنې وړ موضوع بلل کېږي.
