افغانستان روغتیا

اوچا وایي، په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لا هم د نړۍ له لوړو څخه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لا هم د نړۍ په کچه له تر ټولو لوړو شمېرو څخه ده.

د اوچا په وینا، دا مهال په افغانستان کې په هرو ١٠٠ زرو ښځو کې یې ٦ سوه ښځې او نجونې د امکاناتو نشتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اوچا په یوه بیان کې ویلي، چې که څه هم د لومړۍ کرښې روغتیایي کارکوونکي د خلکو ژوند ژغوري، خو پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه کولی شي د ژوند ژغورونکو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نور هم کم کړي.

یادې ادارې ټینګار کړی، چې دوامداره او پرله‌پسې بشري ملاتړ اړین دی، څو د میندو او ماشومانو ژوند وژغورل شي او د روغتیایي خدماتو کمښت جبران شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *