افغانستان نړۍ

په واشنګټن کې د ملي ګارد د غړې د وژنې تورن افغان پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل

فاکس نیوز راپور ورکړی، رحمان الله لکنوال، هغه افغان وګړی چې د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې یې د ملي ګارد پر غړو د مرګوني برید په تور تورن دی، د سه‌شنبې په ورځ په فدرالي محکمه کې پر ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت له لوري خپور شوي نوي ۱۷ فقره‌ییز فدرالي تورنلیک کې پر لکنوال د لومړۍ درجې قتل، د قتل د هڅې، د وسلو اړوند جرمونو او نورو تورونو دعوه شوې ده. د دغو نویو تورونو له مخې نوموړی د اعدام له احتمالي سزا سره هم مخ کېدای شي.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، رحمان الله لکنوال د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۶مه د واشنګټن ډي سي د «فاراګټ وېسټ» مېټرو سټېشن ته نږدې، چې سپینې ماڼۍ ته څو کوڅې واټن لري، د لوېدیځ ویرجینیا د ملي ګارد غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټرم په ډزو ووژله او د امریکا د هوايي ځواک بریدمن اندرو وولف یې سخت ټپي کړ.

څارنوالان وايي، چې دا یو بې‌دلیله او کمیني برید و. سارا بیکسټرم د ټپونو له امله بله ورځ ساه ورکړه، خو اندرو وولف له سختو ټپونو سره ژوندی پاتې شو.

د محکمې د اسنادو له مخې، لکنوال له بلینګهم ښار څخه واشنګټن ډي سي ته په موټر سفر کړی و او برید یې د .۳۵۷ کالیبر غلا شوې تومانچې په وسیله ترسره کړی، چې مخکې په سیټل ښار کې د غلا راپور ورکړل شوی و.

چارواکي وايي، د پېښې پر مهال دوو د ملي ګارد افسرانو د بریدګر په نیولو کې مرسته کړې وه.

د امریکا د کولمبیا ولسوالۍ څارنوالې جینین پیرو ویلي: «سارا بیکسټرم یوازې ۲۰ کلنه وه او د خپل هېواد د خدمت پر مهال د سپینې ماڼۍ ترڅنګ په سړه سینه ووژل شوه. دا یوازې یو جرم نه، بلکې د امریکا پر ضد لوی جنایي عمل دی.»

نوموړې زیاته کړې، چې د سارا بیکسټرم او اندرو وولف لپاره د عدالت د تامین په موخه به د قانون له مخې هره ممکنه سزا تعقیب کړي.

رحمان الله لکنوال، چې د افغانستان له سقوط وروسته امریکا ته تللی او ویل کېږي، پخوا یې د امریکا له ملاتړه برخمنو افغان امنیتي ځواکونو سره کار کړی و، د پېښې له ورځې راهیسې په توقیف کې دی.

فدرالي چارواکو تر اوسه نه دي ویلي، چې ایا د نوموړي لپاره به د اعدام غوښتنه وکړي که نه، خو د دوسیې په اوسني حالت کې د اعدام امکان لا هم موجود دی.

تر اوسه د محاکمې نېټه نه ده اعلان شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *