په خوست ولایت کې د ساه په نوم یوې نوې راډیو په ٩٤.٧ څپو په فعالیت پیل وکړ
د یادې راډیو مسؤلین وایي، چې ساه راډیو به له نن ورځې وروسته په رسمي ډول هره ورځ اتلس ساعته بېلابېلې خپرونې وړاندې کوي.
د معلوماتو له مخې، دا په خوست کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته پنځمه خصوصي راډیو ده، چې په خپرونو پیل کوي.
بلخوا د یو شمېر پخوانیو راډیوګانو مسؤلین وایي، چې تر بل هر وخت یې اقتصادي حالت خراب شوی او که روان وضعیت دوام وکړي، نو دوی اړ دي، چې خپل نشرات بند کړي
