افغان میلیاردر او ملي سوداګر میرویس عزیزي وایي، چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د افغانستان د بانکدارۍ سیسټم د طالبانو له لوري په داسې ډول مدیریت شو، چې د نړۍ د اقتصاد متخصصین یې حیران کړي دي.
نوموړي د مثلث په نوم له یوې نوې رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د بانکي سیستم د دوام او ثبات لپاره عملي اقدامات ترسره شول او بانکونه په فعال حالت کې وساتل شول.
عزیزي زیاتوي چې د ستونزمنو شرایطو سره سره د مالي ادارو د مدیریت هڅې د دې سبب شوې چې بانکي نظام په بشپړ ډول له سقوط سره مخ نه شي.
