نړۍ

تایوان د جنوبي چین سمندر د امنیت لپاره روبوټي پوځي سپي معرفي کړل.

د تایوان د پوځ د وسلو د پراختیا مخکښ بنسټ د سه‌شنبې په ورځ درې روبوټي ګزموي سپي نندارې ته وړاندې کړل، چې په راتلونکي کې به د جنوبي چین سمندر په لانجمنو ټاپوګانو کې د امنیتي او پوځي ماموریتونو لپاره وکارول شي.

تایوان، چې چین یې خپله خاوره بولي، په وروستیو کلونو کې د خپلو وسله‌والو ځواکونو د پیاوړتیا او عصري کولو لپاره پراخې هڅې پیل کړې دي. د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې بې‌پیلوټه الوتکې او پرمختللي روبوټي سیستمونه د پوځ د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه ګڼل کېږي.

د تایوان د دفاع وزارت په یوه رسنیزه غونډه کې د پوځ تر مالکیت لاندې د ساینس او ټکنالوژۍ ملي چونګ‌شان انسټیټیوټ د امریکا د «ګوست روبوټیکس» شرکت له‌خوا جوړ شوي درې ډوله څلورپښې روبوټونه نندارې ته وړاندې کړل. دغه شرکت د امریکا د پوځ لپاره د روبوټي تجهیزاتو له مهمو عرضه کوونکو څخه شمېرل کېږي.

د انسټیټیوټ چارواکو ویلي، چې د دغو روبوټونو پر شا یې خپلې پرمختللې ټکنالوژۍ نصب کړې دي. د روبوټونو یوه بڼه د کشفي عملیاتو، بله د څارنې او استخباراتي معلوماتو راټولولو او درېیمه یې د اورځواک لپاره ځانګړې شوې ده. د اورځواک په نسخه کې پر روبوټ وسله هم نصب شوې ده.

د انسټیټیوټ د توغندیو او راکټي سیستمونو د څېړنې برخې مرستیال جن کو کوانګ ویلي، پوځ د دې ډول تجهیزاتو اړتیا څرګنده کړې، خو تر اوسه یې د پېرلو رسمي غوښتنه نه ده ثبت کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې سمندري ځواکونه باور لري د ساحلي سیمو، سمندري غاړو او همدارنګه د نانشا او دونګشا ټاپوګانو د ساتنې او ګزمې لپاره دې ډول روبوټونو ته جدي اړتیا شته.

تایوان د سپرټلي ټاپوګانو په ډله کې د «ایټو آبا» په نوم یوه مهمه ټاپو اداره کوي او د پراتاس ټاپوګانو بشپړ کنټرول هم په لاس کې لري. دغه ټاپوګان د جنوبي چین سمندر په شمالي برخه کې ستراتیژیک موقعیت لري او د سولې پر مهال یې د امنیت مسؤولیت د ساحلي ساتونکو ځواکونو پر غاړه وي.

که څه هم چین او تایوان دواړه د جنوبي چین سمندر د پراخو سیمو د مالکیت ادعا کوي، خو چینایي ځواکونه عموماً د ایټو آبا ټاپو ته نږدې فعالیت نه کوي. سره له دې، تایوان په دې وروستیو کې د پراتاس ټاپوګانو شاوخوا د چینایي ساحلي ساتونکو بېړیو او بې‌پیلوټه الوتکو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

شنونکي باور لري، چې د روبوټي سپو او نورو پرمختللو ټکنالوژیو کارول به د تایوان د دفاعي وړتیاوو په پیاوړتیا او د سیمې د امنیتي ننګونو پر وړاندې د چمتووالي په زیاتېدو کې مهم رول ولوبوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *