ځانګړي خپرونې

بلوچ لېبریشن ارمي د ١٨ پاکستاني امنیتي کسانو د وژلو خبر ورکړی دی

د بلوڅ لېبریشن ارمي ادعا کړې، چې د مې میاشتې له ۱۵مې تر ۲۲مې پورې یې د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ جلا بریدونه ترسره کړي دي.

دغه غورځنګ وایي، چې په دې عملیاتو کې یې د پاکستان د پوځ، پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارو پر ځواکونو هدفمند بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۸ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د غورځنګ په وینا، بریدونه د بلوچستان په پنجګور، مستونګ، کیچ، خضدار، خاران، نوشکي، دالبندین، سوراب او کویټې په ګډون په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

په بیان کې ویل شوي، چې د وسلوالو له لوري د کمینونو او سړک غاړې ماینونو له لارې د امنیتي ځواکونو کاروانونه هدف ګرځول شوي او د حکومتي او تړلو شرکتونو ځینې وسایط هم سوځول شوي دي.

همدارنګه ادعا شوې، چې په کویټه–تفتان، خضدار او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (سي‌پېک) پر لویه لار لنډمهاله پوستې جوړې شوې او ځینې لارې د څو ساعتونو لپاره د وسلوالو تر کنټرول لاندې وې.

دغه غورځنګ زیاتوي، چې د پاکستان د سرحدي کارونو ادارې پر ځینو کمپونو بریدونو کې تجهیزات او ماشینونه تخریب شوي او ځینې وسلې هم ترلاسه شوي دي.

په بیان کې دا هم ویل شوي، چې د دې ډلې استخباراتي څانګې د وسیم احمد په نوم د پاکستان د هوايي ډګرونو د امنیت یو لوړپوړی چارواکی له اوږدې څارنې وروسته د کویټې او کراچۍ ترمنځ په لاره نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې بلوچستان په وروستیو میاشتو کې د وسلوالو بریدونو د زیاتوالي شاهد دی، چې ډېر یې پر امنیتي ځواکونو او دولتي پروژو ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *