د مستعمرې پښتونخوا په کورمه سیمه کې د چارشنبې په ورځ د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې ۱۸ کسان وژل شوي.
د مستعمرې پښتونخوا د کورمه سیمهییزو پولیسو دا پېښه تائید کړې، خو ډېر جزیات یې نه دي ورکړي.
د جماعت الاحرار نومې وسله والې ډلې ویاند اسد منصور د دې پېښې په تړاو یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د دوی ”۱۸ ملګري” د تحریک طالبان پاکستان مفتي نور ولي مسېد ډلې له لوري په نښه شوي دي. نوموړی زیاتوي، چې ”اوس د دې غچ اخیستنه فرض دی.” خو اخوا بیا د تحریک طالبان پاکستان ډلې یې تراوسه په اړه څه نه دي ویلي.
د چارو شنونکي وایي، په کورمه کې د دواړو ډلو ترمنځ نښته په وروستیو کلونو کې د پاکستاني طالبانو په روانو داخلي شخړو کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
