د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې مشرې اېمي مارټن ویلي، د کونړ ولایت وروستي سفر پر مهال یې د هغو سیمو وضعیت له نږدې لیدلی چې د راپورونو له مخې د وروستیو نښتو او بریدونو له امله زیانمنې شوې دي.
نوموړې ویلي، په دغو پېښو کې ملکي تاسیساتو ته هم زیان رسېدلی او د خلکو د زدهکړو او روغتیايي خدمتونو بهیر اغېزمن شوی دی. د هغې په وینا، ځینې سیمې له سختو بشري ستونزو سره مخ دي او ګڼې کورنۍ بېځایه شوې دي.
اېمي مارټن زیاتوي، اوسېدونکي د سرپناه، بیا رغونې او رواني ملاتړ په برخو کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره عملي اقدامات وکړي.
نوموړې همداراز د بشري وضعیت د خرابېدو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې خلک د اوږدمهاله بېثباتۍ له امله له رواني او ټولنیزو فشارونو سره مخ دي.
د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړۍوالو بنسټونو له لوري په افغان خاوره کې د پاکستان د بریدونو له امله د ملکي زیانونو د شفافو څېړنو او د ملکي وګړو د خوندیتوب غوښتنې هم مطرح شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځي رژیم لخوا پر افغان خاوره د وروستیو بریدونو له امله په زیاته کچه ملکي وګړو او عامه تاسیساتو ته زیان رسېدلی دی.
