افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره ۵۲۹ میلیونه ډالره مرسته ځانګړې شوې

د ملګرو ملتونو ادارې اعلان کړی، چې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره یې ۵۲۹ میلیونه امریکايي ډالره مرسته ځانګړې کړې ده.

دغه سازمان ویلي، چې دا پروګرام د نړۍوالو مرستندویه او نادولتي بنسټونو په همکارۍ پیل شوی او موخه یې د شاوخوا ۲.۷ میلیونه افغان راستنېدونکو ملاتړ دی، چې تمه کېږي روان کال به له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، دغه مرستې به د راستنېدونکو کډوالو د لومړنیو اړتیاوو، سرپناه، خوړو او بیړنیو خدماتو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

په ورته وخت کې یو شمېر تازه راستنېدونکي وايي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، په ځانګړي ډول د کار نشتوالی او د استوګنې د ځای کمښت یې تر ټولو لویې ستونزې دي.

یو افغان کډوال بصیر چې تازه له پاکستانه پکتیا ولایت ته راستون شوی وايي: “موږ هېڅ ځای نه لرو، کار نشته او ژوند مو ډېر سخت دی. له صفره باید بیا پیل وکړو.”

نوموړی د طالبانو حکومت څخه د کار او استوګنځای غوښتنه کوي.

په ورته مهال د افغان کډوالو پر موضوع د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د نړۍوال ښاري فورم په څنډه کې افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د پایدار بیا ادغام په اړه ځانګړې غونډه شوې ده.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو استازو ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته شاوخوا پنځه میلیونه کډوال ستانه شوي او د هغوی د ستونزو د حل لپاره ګډو سیمه‌ییزو همکاریو ته اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو چارواکو ټینګار کړی، چې راستنېدونکي کډوال اکثره په هغو سیمو کې مېشتېږي چې د روغتیا، ښوونې او نورو ښاري خدماتو ته محدود لاسرسی لري.

دوی د بشري مرستو کمښت د کډوالو د بیا ادغام پر وړاندې یوه مهمه ننګونه بللې او د موجودو سرچینو پر اغېزناک او شفاف استعمال یې ټینګار کړی دی.

کارپوهان وايي، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی او د اقتصادي فرصتونو کمښت د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت فشار زیات کړی دی.

دوی زیاتوي، چې د سرپناه نشتوالی، د کار کمښت او د خدماتو محدودیت هغه لویې ستونزې دي چې د کډوالو د بیا ادغام بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

په ورته مهال د طالبانو حکومت مسؤلین وایي، چې د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدو او ملاتړ لپاره یې د استوګنې د نمرو د ویش لړۍ پیل کړې ده.

د چارواکو په وینا، دا بهیر دا مهال په یو شمېر ولایتونو کې روان دی او موخه یې د راستنېدونکو لپاره د مناسبې سرپناه برابرول دي.

په افغانستان کې د راستنېدونکو کډوالو زیاتوالی، د نړۍ والو مرستو روان پروګرامونه او د بیا ادغام ننګونې ښيي، چې دغه هېواد د یوې پراخې بشري او اقتصادي ستونزې سره مخ دی، چې د حل لپاره یې د نړۍ والو او سیمه‌ییزو ګډو هڅو اړتیا ورځ تر بلې زیاتیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *