افغان خبریال سمیع یوسفزی وايي، د نجونو او ښځو د زدهکړو د بندیز په اړه د پخوانیو افغان سیاستوالو، وزیرانو او مشرانو، په ځانګړي ډول د پښتنو مشرانو چوپتیا دردونکې او د افسوس وړ ده.
هغه په خپل څرګندونو کې ویلي، ځینې کسان د امنیتي ګواښونو او فشارونو له امله غلي پاتې دي، خو یو شمېر نور بیا د سیاسي ګټو، قومي محاسبو او شخصي مصلحتونو له امله د نجونو د زدهکړو د بندیز پر وړاندې غږ نه پورته کوي.
د نوموړي په وینا، د نجونو تعلیم نه قومي موضوع ده او نه سیاسي، بلکې یو انساني، اسلامي او ملي حق دی چې باید خوندي شي.
سمیع یوسفزی د ښځو پر زدهکړو بندیز «غیر اسلامي، غیر منطقي او د هېواد پر وړاندې ستر زیان» بللی او ټینګار یې کړی، چې د ښځو له تعلیمه محرومول افغانستان له ژور خفګان او نه جبرانېدونکي زیان سره مخ کړی دی.
