نړۍ

په بلوچستان کې پر پاکستاني ځواکونو د څلورو جلا بریدونو ادعا؛ اووه سرتېري وژل شوي

بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ ادعا کړې، چې په سوراب، خاران، کولواه او مستونګ کې یې په څلورو جلا عملیاتو کې لږ تر لږه اووه پاکستاني پوځیان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي. د دوی په وینا، په دې بریدونو کې دوه پوځي موټرونه له منځه وړل شوي، یو د څارنې او مخابراتو مجهز برج ویجاړ شوی او له پولیسو څخه یو کلاشنکوف هم نیول شوی دی.

د دغه غورځنګ په اعلامیه کې راغلي، د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۰مه په سوراب سیمه کې د آر سي ډي لویه لاره کې د پاکستاني پوځ پر کاروان کمین وهل شوی، چې په پایله کې پنځه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه ویل شوي، چې په همدې ورځ د خار‌ان په تېګزي سیمه کې د فرنټیر کور پر یوه پوسته برید کې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

په کولواه کې د مې په ۷مه یو د څارنې مخابراتي برج ویجاړ او وسایل یې سوځول شوي او وروسته د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د احتمالي نښتو او تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

د اعلامیې له مخې، په مستونګ کې بیا د مې په ۶مه د «ایګل فورس» پولیسو پر ګزمه برید شوی او وروسته یو کلاشنکوف ترې نیول شوی، چې په اعلامیه کې ویل شوي پولیس له لنډې پوښتنې وروسته خوشې شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې بلوچستان د پاکستاني پوځ، پولیسو او امنیتي تاسیساتو پر ضد د وسله‌والو بریدونو له زیاتوالي سره مخ شوی، چې له امله یې د امنیتي ادارو پر ظرفیتونو نیوکې هم زیاتې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *