افغانستان کلتور او هنر

په خوست کې مشهور شاعر، لیکوال او ژورنالېست محمد الله شیرزی ومړ

په خوست ولایت کې مشهور او پېژندلی شاعر، لیکوال او ژورنالېست محمد الله شیرزی نن سه‌شنبه د سرطان ناروغۍ له امله ومړ.

ښاغلي شیرزي له څه مودې راهیسې د سرطان له ناروغۍ سره مبارزه کوله، خو نن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

محمد الله شیرزي د کلونو کلونو راهیسې په بېلابېلو غږیزو، چاپي او تصویري رسنیو کې په بېلابېلو برخو کې د ژورنالېست په توګه کار کړی و. هغه د ژورنالېزم، شاعرۍ او نورو ادبي برخو په اړه ګڼ کتابونه هم لیکلي دي.

د نوموړي یو نوی کتاب څو اونۍ وړاندې له چاپه راوتلی و، په داسې حال کې چې هغه له سختې ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و.

محمد الله شیرزی د افغانستان د رسنیو او ادب په ډګر کې یو پېژندل شوی شخصیت و او مړینه یې د فرهنګي او رسنیزې ټولنې لپاره ستره ضایعه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *