په پکتیا ولایت کې د “جرګه” په نوم یوې نوې خصوصي راډیو خپل رسمي نشرات پیل کړي، چې مسوولین یې وایي هدف یې خلکو ته معیاري، متوازن او هر اړخیزې رسنیزې خپرونې وړاندې کول دي.
د راډیو د مسوولینو په وینا، جرګه راډیو به د پکتیا ولایت په نږدې ټولو ولسوالیو کې د اورېدو وړ وي او پراخ پوښښ به ولري.
د دغې راډیو رئیس سید انور سنګین وایي، چې “جرګه راډیو” به په پښتو او دري ژبو کې شاوخوا ۴۰ بېلابېلې خپرونې ولري، چې د ټولنې د اړتیاوو، پوهاوي او معلوماتو د لوړولو لپاره به مهم رول ولوبوي.
د جرګه راډیو خپرونې د ۸۹.۱ ایف ایم څپو له لارې وړاندې کېږي او په ورځ کې به شاوخوا ۱۶ ساعته دوام ولري. د خپرونو په چوکاټ کې خبري، ښوونیزې، دیني، سیاسي، کلتوري او تفریحي برخې شاملې دي.
په دې سره پکتیا ولایت کې د خصوصي غږیزو رسنیو شمېر اتو ته ورسېد، چې د رسنیز رقابت او اطلاعاتو د تنوع زمینه برابروي.
خو په ورته وخت کې، د هېواد ډېری سیمهییزې رسنۍ او خبریالان د اقتصادي ستونزو او نورو ننګونو سره مخ دي، چې دا وضعیت د رسنیزو خدماتو پر کیفیت او دوام اغېز لري.
