د جمهوري نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال زردشت شمس ویلي، چې پاکستان د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار په یو اړخیزه او بې له هر ډول همغږۍ تېر کړی دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د افغانستان هېڅ حکومت تر اوسه ډیورنډ کرښه د رسمي پولې په توګه نه ده منلې، له همدې امله د پاکستان سره د دې موضوع په اړه رسمي او بشپړې مذاکرات هم نه وو ممکن.
د شمس په وینا، پاکستان څو ځله هڅه کړې وه، چې د امنیتي نښتو پر مهال افغان لوري ته خپل حدود وښيي او ژمنه یې کړې وه، چې د افغان لوري د غوښتنې په صورت کې به شاتګ وکړي، څو وروسته د اغزن تار د غځولو زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې، چې د پخواني جمهوریت پر مهال افغان ځواکونو په ساحه کې د امکان تر حده د دې بهیر مخه نیوله او په ځانګړي ډول په جنوبي زون کې د هغه وخت د پولیسو مشهور قوماندان جنرال عبدالرازق د پاکستاني لوري د فعالیتونو سخت مخالف و او هغوی ته یې د تار د بشپړ غځولو اجازه نه ورکوله.
زردشت شمس ویلي، ځکه چې ځینې سیمې د افغانستان له رسمي حدودو ډېر هاخوا پرتې دي او هلته د افغان حکومت بشپړ کنټرول نه و، نو د اغزن تار د غځولو مخنیوی په عملي ډول سخت و.
هغه همدارنګه ادعا کړې، چې پاکستان په ځینو سیمو کې حتا د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ تړون له ټاکل شوو حدودو هم سرغړونه کړې او د دې موضوع په اړه حساب غوښتل مهم ګڼي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ده په باور هر ډول رسمي مذاکرات د افغان لوري په زیان تمامېدلی شي او پاکستان ترې د سند په توګه ګټه اخیستلی شي.
شمس ویلي، چې د دې موضوع یوازینۍ حل لاره د ده په وینا په ساحه کې د واقعیتونو بدلون دی، که څه هم هغه منلې چې دا کار په اوس وخت کې سخت ښکاري، خو د راتلونکي لپاره یې امکان یاد کړ.
