د بښنې نړۍ وال سازمان د جنوبي اسیا دفتر له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې پښتون سیاستوال او د بشري حقونو فعال علي وزیر دې سمدستي له بند څخه خوشی کړي او د هغه پر ضد د روانو قضیو د پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
دغه سازمان وایي، چې علي وزیر شاوخوا ۲۰ میاشتې د “ناحقه بندي کېدو، پرلهپسې قضیو او بیا ځلې نیونو” په کړۍ کې بند پاتې شوی، چې هدف یې یوازې د هغه په زندان کې ساتل دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه یوې محکمې د هغه د خوشې کېدو امر کړی و، خو نوموړی یوازې څو ساعته وروسته بیا ونیول شو. له هغې وروسته پر هغه درې نورې نوې قضیې هم ثبت شوې دي چې د بند موده یې نوره هم غځوي.
د بښنې نړۍ وال سازمان زیاتوي، چې علي وزیر دا اوونۍ د دادو زندان کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی، ځکه چې هغه ته د شکر ناروغۍ، لوړ فشار او د زړه د ستونزې سره سره بیړنۍ طبي پاملرنه نه ورکول کېږي.
دغه سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي چې د علي وزیر روغتیا ته جدي پاملرنه وکړي او د هغه د “بېځایه او سیاسي بندي کېدو” د پای ته رسولو لپاره عاجل اقدام وکړي.
