افغانستان

امیرخان متقي د اورمچي مذاکراتو په اړه په کابل کې د چین سفیر سره خبرې کړي

په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي او د دوه اړخیزو همکاریو، سیمه‌ییزو تحولاتو او د چین د اورمچي ښار کې د روانو مذاکراتو د بهیر په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې متقي په دغه لیدنه کې د سعودي عربستان، ترکیې، قطر او متحده عربي اماراتو د منځګړیتوب هڅې ستایلي دي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه ګټورې خبرې شوې دي او هیله لري چې جزئي تعبیرات د مذاکراتو د پرمختګ خنډ نشي. هغه څرګنده کړې، چې د طالبانو حکومت دریځ په شخړو کې دفاعي دی، د خپل حریم دفاع یې حق مسلم ګڼي او د متقابل درناوي او پوهاوي پر بنسټ د تفاهم او خبرو اترو پر دوام باور لري.

همدارنګه د چین سفیر ژاو شینګ د مذاکراتو وروستي معلومات شریک کړي او ویلي دي، چې هېواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کولو لپاره هڅې کوي او دغه بهیر یې په بېطرفۍ او همکارۍ پیل کړی دی. هغه زیاته کړې، چې د سیمې د جیوپولیتیک وضعیت په درک سره، تمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور جوړونې بهیر، نېک نیت او د تاوتریخوالي نشتون دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *