د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو د فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ آسیا د ۲۰۲۶ کال د اتلولۍ په سیالیو کې د ترکمنستان پر وړاندې لوبه وکړي.
دغه لوبه نن سه شنبه، د وري ۱۸مه، د کابل په وخت د ماسپښین په ۴:۳۰ بجو د ازبیکستان په تاشکند ښار کې ترسره کیږي.
افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د قرغیزستان پر وړاندې ۲-۱ ماتې وخوړه.
دا د افغانستان د ۱۷ کلنو ځوانانو لوبډلې په دغه سیالیو کې دویمه لوبه ده، چې ترسره کیږي.
