نړۍ

پاکستان ٨١ زره ټریلیون روپۍ قرضداری دی

Image ref 7405699. Copyright Rex Shutterstock No reproduction without permission. Please see www.rexfeatures.com for more information.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، د پاکستان ټول پور ۸۱ زره ټریلیون روپیو ته رسېدلی دی. په دغه اندازه پور کې ۲۶ زره ټریلیونه بهرنی او ۵۵ زره ټریلیون کورنی پور دی.

د معلوماتو له مخې، د پاکستان شاوخوا ۲۵۰ میلیونه نفوس له مخې، هر وګړی شاوخوا درې لکه ۲۵ زره پاکستانۍ کلدارې قرضداري دي.

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، چې یاد پور د پاکستان پر اقتصاد جدي فشار راوړي او د عامو خلکو ژوند یې په بېلابېلو برخو کې سخت اغېزمن کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې یاد هېواد د خپلو زیاتو قرضونو په بدل کې پر سعودي عربستان خپلې اېف ۱۶ جنګي الوتکې او نور نظامي تجهیزات وپلورل.

په ورته مهال پاکستان کې تازه د تېلو سربېره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو بیې د منځني ځتیځ د شخړو او افغانستان سره د لارو تړل کېدو له امله په بې سري توګه لوړې شوې دي.

پاکستان کې دا مهال د یو لېټر ډیزلو بیه شاوخوا ۵۲۰ روپۍ او د پټرولو بیه شاخوا ۴۵۸ روپیو ته لوړې شوې دي.

په همدې حال کې د پاکستان تر استعمار لاندې د پښتونخوا او بلوچستان ایالت فعالین وایي، چې د یادو قرضونو له امله تر ټولو سخت زیان دوی ویني.

د پښتونخوا او بلوچستان فعالین وایي، چې د دغه سیمو شتمني هم د کلونو کلونو راهیسې د پنجاب په واک کې ده او دوی تل د خپلو شتمنیو څخه محروم ساتل شوي دي.

د بلوچستان او پښتونخوا فعالین د خپلو سیمو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوي، ترڅو د پاکستان د یادو کړنو پر وړاندې ودریږي او د خپلو شتمنیو په واک کې اخیستلو لپاره هر ډول مبارزې ته ادامه ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال پاکستان د خپلو ناسمو حکومتي تګلارو او کورنیو امنیتي ستونزو له امله تر بل هر وخت په سخت حالت کې قرار لري، چې یاد حالت د عامه پاکستانیانو د سخت غبرګون سره مخامخ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *