د لوګر ولایت لپاره د طالبانو حکومت د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، د ۴۹ ښوونځیو د بیارغونې پروژه نږدې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د چارواکو په وینا، دغه پروژه چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې د څه باندې ۳۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې وه، اوس یې ۹۸ سلنه چارې بشپړې شوې او پاتې کارونه یې هم د پای ته رسېدو په حال کې دي.
د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به شاوخوا ۳۰ زره زده کوونکو ته مناسب تدریسي چاپېریال برابر شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت له لوري لا هم د نجونو پر منځنیو او لوړو زده کړو بندیز پر ځای پاتې دی، چې له امله یې په هېواد کې ګڼ شمېر نجونې له زده کړو بې برخې شوې دي.
