افغانستان

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وروستیو طبیعي پېښو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې امادګۍ ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روان کال د وري میاشتې له ۶مې نېټې تر دې دمه د بارانونو، سېلابونو، غره ښوېیدنې او تالندې برېښنا د رالوېدو له امله ۲۸ تنه مړه او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دې موده کې ۵۶۸ کورونه هم په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ شوي، چې ګڼ شمېر کورنۍ یې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي.

چارواکي وایي، زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو هڅې روانې دي او له خلکو یې غوښتي چې د احتمالي طبیعي پېښو پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *