فضل محمود فضلي ویلي، راتلونکې اونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیلېږي، خو شاوخوا شل میلیونه نجونې او مېرمنې لا هم له زدهکړو او کار څخه محرومې دي.
هغه ټینګار کړی، چې دا یوازې اداري بندیز نه دی، بلکې د ټولنې پر فکري راتلونکې اوږدمهاله ضربه ده. د هغه په وینا، د افغان نجونو او مېرمنو دوامداره محرومول فکري نسلوژنه ده. په وینا یې، دا وضعیت اوس پنځم کال ته داخل شوی دی.
فضل محمود فضلي ویلي، چې یوه ټولنه چې نیم نفوس یې له پوهې، کار او ټولنیز مشارکت څخه محروم وي، نه یوازې خپل راتلونکی کمزوری کوي، بلکې د ملي دفاع او ملي اجماع بنسټونه هم زیانمنوي.
نوموړي په ورته وخت کې د پاکستان له لوري د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا د تېريو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دا پېښې د اوږدې تاریخي لړۍ برخه ده.
هغه ټینګار کړی، چې ملي دفاع یوازې د وسلو په زور نه رامنځته کېږي، بلکې د ولسي اجماع، کورني مشروعیت او د ټولنې د ټولو قشرونو په ګډون جوړېږي.
