افغانستان

افغانستان کې ٣.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې د شدیدې کم‌خوراۍ ښکار شوې

د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) خبر ورکړی، چې په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان او ۱.۲ میلیونه ښځې د شدیدې کم‌خوراۍ سره مخ دي.

دغه بنسټ نن ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې اېکس کې ویلي، چې د کم‌خوراۍ د کچې په زیاتېدو سره هره ورځ ډېر ماشومان د خوړو نړۍوال پروګرام په ملاتړ کلینیکونو ته په کابل کې مراجعه کوي.

تر دې مخکې یونیسف هم خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې ۹۴۲ زره ماشومان د شدیدې کم‌خوراۍ ښکار دي او شاوخوا ۷۰۰ زره نور ماشومان د متوسطې کم‌خوراۍ له خطر سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د اړتیاوو د زیاتوالي په پام کې نیولو سره، د خوړو نړۍوال پروګرام د ژغورونکو تغذیوي مرستو وړاندې کول روان ساتي او هڅه کوي، چې مورګانې او ماشومان ژر تر ژره اړین درملنې ته لاسرسی پیدا کړي.

مرستندویه ادارو بیا بیا خبرداری ورکړی، چې پرته له عاجلې مرستې، په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو د تغذیې وضعیت لا نور خرابېدای شي او د هغوی روغتیا او وده باندې اوږدمهاله منفي اغېزې لرلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *