د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر، اوچا ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونو د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، ترمنځ وېره او رواني فشار زیات کړی دی.
د اوچا په وینا، جګړې یوازې کورونه او بنسټیز تاسیسات نه ویجاړوي، بلکې د خلکو ورځنی ژوند هم ګډوډوي، ناامني پراخوي او د ماشومانو پر رواني روغتیا ژورې منفي اغېزې پرېږدي.
یاد دفتر ټینګار کړی، چې ملکي وګړي باید هېڅکله د جګړو قرباني نه شي او د نړۍوال بشري قانون له مخې باید په هر ډول شرایطو کې خوندي وساتل شي.
اوچا له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړۍوالو بشري قوانینو درناوی وکړي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
