نړۍ

روسیې یو المانی دیپلومات وشاړه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې یو المانی دیپلومات یې له هېواده ایستلی دی. دا اقدام وروسته له هغه شوی چې برلین د یوه روسي دیپلومات پر وړاندې «دښمنانه اقدام» ترسره کړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه پرېکړه د متقابل عمل پر اصل ولاړه ده او مسکو نه شي کولای د خپلو ډیپلوماتانو پر وړاندې د المان اقدامات بې‌ځوابه پرېږدي. وزارت ټینګار کړی، چې د روسیې او المان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د خرابېدو مسوولیت د برلین پر غاړه دی.

تر اوسه د المان حکومت په رسمي ډول د روسیې د دې پرېکړې په اړه تفصیلي غبرګون نه دی ښودلی.

د اوکراین او روسیې د جګړې له پیل وروسته، د روسیې او لوېدیځو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو ترمنځ، ډیپلوماتیکې اړیکې په پرله‌پسې ډول ترینګلې شوې دي. په دې موده کې، روسیې او ګڼو اروپايي هېوادونو څو څو ځله یو د بل ډیپلوماتان شړلي دي، چې دا کار عموماً د «متقابل اقدام» په چوکاټ کې ترسره شوی.

کارپوهان وایي، د ډیپلوماتانو ایستل که څه هم د اړیکو بشپړ پرې کېدل نه دي، خو دا د دواړو لورو ترمنځ د ژور سیاسي بې‌باورۍ نښه بلل کېږي او کولی شي پر راتلونکو سیاسي او امنیتي خبرو منفي اغېز ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *