د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په کابل ښار کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې ملي روغتون د خدمتونو رسمي پرانیسته ترسره شوه.
د یاد وزارت سرپرست وزیر د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، هڅې روانې دي څو د سرطان په ګډون د خطرناکو ناروغیو د درملنې لپاره اړینې اسانتیاوې د هېواد دننه برابرې شي، تر څو ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر تګ ته اړ نه شي.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې د عامې روغتیا وزارت د ډاکټرانو د تخصصي پوهې او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره پر پراخو پروګرامونو کار کوي، څو د کورني درملنې سیستم لا پیاوړی شي.
د عامې روغتیا وزیر زیاته کړې، چې پلان لري د هند هېواد په همکارۍ د یاد ملي روغتون لپاره د راډیو تراپي عصري اسانتیاوې هم برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، افغانستان کې د سرطاني ناروغیو پېښې په وروستیو کلونو کې د پام وړ زیاتې شوې دي، خو د تشخیص او درملنې معیاري اسانتیاوې محدودې دي. د دې له امله ډېر ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي.
