افغانستان

پکتیا کې هره ورځ تر ۱۳ زره کیلو ګرامه د چرګانو غوښه مصرفېږي

د پکتیا د چرګانو فارمونو اتحادیه وایي، چې په دې ولایت کې د تولیدي چرګانو صنعت مخ پر ودې دی او هره ورځ زرګونه کیلو ګرامه غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

د پکتیا ولایت د چرګانو فارمونو د اتحادیې مسؤلین وایي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ شاوخوا ۱۲ تر ۱۳ زره کیلو ګرامه د تولیدي چرګانو غوښه په مصرف رسېږي. د دوی په وینا، که څه هم د سپینو چرګانو تولید په پکتیا کې نوې تجربه ده، خو دا سکتور کولی شي د خلکو د اقتصاد پیاوړتیا او د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د پکتیا د چرګانو فارمونو د اتحادیې مسؤل جاوید ارمان وایي، چې دا برخه په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده. د هغه په خبره، هڅه کوي چې نه یوازې پکتیا، بلکې نورو ولایتونو ته هم خدمات وړاندې کړي. نوموړی زیاتوي، چې یو معیاري فارم په منځنۍ کچه له لسو تر پنځلسو پورې کسانو ته د کار زمینه برابروي.

ارمان وایي، پخوا به د چرګانو غوښه او ژوندي چرګان له بهرنیو هېوادونو واردېدل، خو اوس دولت پر له دوو کیلو ګرامو د درنو چرګانو د وارداتو محدودیتونه کم کړي، چرګان دلته ساتل کېږي، تغذیه ورکول کېږي او د بازار له پاره چمتو کېږي.

د فارمونو ځینې مسؤلین وایي، چې د دې کاروبار پیل یې په لومړیو کې له پاکستان څخه په قرضي ډول کړی و، خو اوس یې کار پراخ شوی دی. د زاهو کلي اوسېدونکی محمد وایي، چې اوس تر ۵۰ پورې فارمداران ورسره همکاري لري او دا کاروبار د دوی لپاره ګټور تمام شوی، ځکه فارم لرونکي ترې درمل او نور وسایل اخلي.

خو بلخوا، یو شمېر قصابان وایي چې د تولیدي چرګانو زیاتېدو د دوی پر کاروبار منفي اغېز کړی دی. د ګردېز ښار یو قصاب پاچا خان وایي، چې د چرګانو د غوښې ارزانه بیې خلک دې ته هڅولي، چې د غوايي او پسونو د غوښې پر ځای د چرګانو غوښه واخلي. د هغه په وینا، د ښاروالي له لوري په قصابیو کې د چرګانو د غوښې خرڅلاو بند شوی، چې دا کار یې کاروبار ته زیان رسولی دی.

په همدې حال کې، یو شمېر خلک د تولیدي چرګانو د روغتیایي اغېزو په اړه اندېښنې لري. د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي ذبیح‌الله الهام او رحمان ولي احساس وایي، چې ګواکې چرګانو ته د وزن زیاتولو لپاره کیمیاوي مواد ورکول کېږي، چې روغتیا ته زیان رسوي.

خو د حیواناتو ډاکټر جنت ګل دا اندېښنې ردوي او وایي، چې د چرګانو ناروغۍ تر ډېره وایروسي او باکتریایي وي. د هغه په خبره، که غوښه ښه پخه شي، باکتریاوې له منځه ځي او وایروسي ناروغۍ ډېرې کمې دي. نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ چې د صحي اصولو په رعایت سره د چرګانو غوښه خوندي ده.

بلخوا یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د چرګانو غوښه ارزانه، ژر پخېدونکې او اسانه لاسرسي لري. د ګردېز ښار اوسېدونکی احسان‌الله قربان وایي، چې په لرې پرتو سیمو کې د تازه غوښې تر ټولو اسانه بدیل د فارم چرګان دي.

په افغانستان کې د تولیدي چرګانو صنعت په وروستیو کلونو کې مخ پر پراختیا دی. دا سکتور نه یوازې د وارداتي غوښې اړتیا راکموي، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د خوړو د بیو په کنټرول او د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لري. د کارپوهانو په باور، که دولت او خصوصي سکتور دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وکړي، زرګونه ځوانانو ته به د کار زمینه برابره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *