د طالبانو حکومت په واک کې د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د برېښنا دوه مهمې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې له مخې به یې شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ له وارداتي برېښنا ګټه واخلي.
د برېښنا ریاست مسؤلینو ویلي، په دغو پروژو نږدې ۳۱ میلیونه افغانۍ لګښت شوی، اووه ټرانسفارمرونه نصب شوي او چارې په شپږو میاشتو کې بشپړې شوې دي.
د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو حکومت مرستیال والي د پروژو پرانیسته د سیمې لپاره مهمه بللې او له خلکو یې غوښتي، چې د برېښنا د سم مصرف او د عامه شتمنیو د ساتنې برخه کې همکاري وکړي.
سیمهییزو اوسېدونکو د پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې ده.
په ورته مهال چارواکي وايي، د زرمت ولسوالۍ د برېښنا پروژه هم په چټکۍ روانه ده او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
