رویټرز راپور ورکړی دی، چې پاکستان د افغانستان پر ضد د هوايي بریدونو وروسته په خپل هېواد کې امنیتي تدابیر پیاوړي کړي او ګڼ مشکوک کسان یې نیولي دي.
رویټرز ته پاکستاني چارواکو ویلي: «زموږ ځواکونه د هر ډول برید د مخنیوي لپاره په بشپړ حالت کې دي.»
پاکستان د تېرې اونۍ په پای کې په افغانستان کې پر ملکي وګړو کورونو باندې بریدونه وکړل.
اسلام آباد کابل تورنوي، چې وسله والو ته یې په افغانستان کې خوندي پټنځای په توګه اجازه ورکړې، خو کابل دغه تورونه ردوي او وايي چې ترهګري د پاکستان داخلي ستونزه ده.
په ورته مهال د پاکستان او افغانستان ځواکونو د سه شنبې په ورځ پر پوله نښته کړې او طالبانو ویلي وه، چې پاکستاني لوري لومړۍ ډزې کړې دي.
همداراز په پاکستان کې هم په دې وخت کې څو وسلهوال بریدونه شوي، چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ته یې پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
پاکستاني چارواکي زیاتوي، امنیتي ځواکونه د وسلهوال د احتمالي تلافوي بریدونو د مخنیوي لپاره لټون او استخباراتي عملیات ګړندي کړي او «د مشکوکو وسلهوالو، د هغوی ملاتړو او همکارانو لسګونه کسان نیول شوي دي.»
رویټرز خبري آژانس ته څو سرچینو ویلي، چې د پاکستان استخباراتي ادارو د راتلونکو ورځو لپاره د وسلهوالو بریدونو د امکان په اړه خبرداری ورکړی، او ښاري سیمې، بازارونه، امنیتي ځواکونه او عبادت ځایونه ممکن هدف وګرځي.
د وسله والو شخړو څارنې نړیوالې ادارې (ACLED) راپور ورکړی، چې پاکستان کې د بریدونو شمېر د ۲۰۲۲ کال راهیسې په پرله پسې ډول زیات شوی دی. د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کال ترمنځ د پاکستان بریدونه له ۶۵۸ څخه ۲۴۲۵ ته لوړ شوي، او د تحریک طالبان پاکستان بریدونه له ۱۱۸ څخه ۸۳۸ ته لوړ شوي دي.
