افغانستان

پاکستاني هوایي بریدونه؛ لږ تر لږه ١٨ بې ګناه افغان وګړي پکې شهیدان شوي

پاکستان ادعا کړې، چې د افغانستان په پوله د خپلو هوایي بریدونو په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژلي، خو د طالبانو چارواکي دا ادعاوې ردوي او پاکستان یې د ملکیانو د هدف ګرځولو او د افغان خاورې د حاکمیت د سرغړونې په تور تورن کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر چودهري په یوه مرکه کې ویلي، چې په بریدونو کې یې لږ تر لږه ۷۰ وسله وال وژل شوي، خو نوموړي د کوم ثبوت پرته دغه خبرې کړې دي. د پاکستان دولتي رسنیو د تل په څېر د دروغجنو تبلیغاتو په خپرولو یو ځل بیا د وژل شویو کسانو شمېر ۸۰ ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ د یکشنبې په ورځ د شپې ناوخته هوایي بریدونه وکړه. دوی وایي، چې د استخباراتي اسنادو په بنیاد یې یاد بریدونه کړي، خو خلکو او د بشري حقونو فعالانو د پاکستان یاد عمل په سختو ټکو غندلی او د پاکستاني پوځي رژیم پالیسي یې د انسانیت پر ضد بللې ده.

له بلې خوا، د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې د بریدونو په نتیجه کې د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په مختلفو ملکي سیمو کې دیني مدرسې او څو کورونو ته زیان رسیدلی دی. دوی دغه بریدونه د افغانستان د هوايي حریم او حاکمیت د سرغړونې په توګه یاد کړي دي او په مناسب وخت کې یې د حساب شوي او مناسب ځواب ورکول ویلي دي.

 

د ننګرهار ولایت د بيسود ولسوالۍ اوسېدونکو او د طالبانو امنیتي کارکوونکو د پاکستان د شپېنیو هوایي بریدونو وروسته د قربانیانو د لټون لپاره ګډ کار وکړ. د افغان سره صلیب ټولنې په وینا، په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

په ورته مهال طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د بریدونو په اړه یې خپل اعتراض ورته وړاندې کړ او خبرداری یې ورکړی، چې پاکستان به د دې بریدونو د پایلو مسؤل وګرځي.

دغه بریدونو ته د پوځي، سیاسي، بشري او نورو برخو فعالانو او بنسټونو سخت غبرګونونه وښودل، خو تراوسه د رسول سیاف، ګلبدین حکمتيار په ګډون ځینو افغان سیاستوالو هېڅ لوری نه دی نیولی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *