افغانستان

نړۍ وال بانک: د طالبانو  حکومت د ۲۰۲۵ کال بودیجې ۴۸ فیصده عواید په امنیت لګیدلي.

د نړۍ وال بانک تازه راپور ښيي، چې د ۲۰۲۵ مالي کال په جریان کې د طالبانو حکومت د عوایدو نږدې نیمایي برخه د امنیت په برخو لګیدلې ده. راپور وايي، د دې کال په ترڅ کې د دولت له راټولو شویو ۲۰۰ ميلياردو افغانۍ عوایدو څخه شاوخوا ۹۶.۶ ميليارده افغانۍ چې ۴۸ فیصده کېږي په امنیتي چارو مصرف شوي.

په ورته وخت کې، د پراختیايي پروګرامونو لپاره یوازې ۱۵.۷ ميليارده افغانۍ ځانګړې شوې. راپور زیاتوي، چې د بودیجې کسر شاوخوا ۲ ميليارده افغانۍ ته رسېدلی دی.

بلخوا شننونکي وایي، چې د بودیجې د متوازن جوړښت لپاره اړینه ده، چې د امنیتي او پراختیايي لګښتونو ترمنځ مناسب توازن رامنځته شي، څو د افغانستان د اقتصاد وده او د خلکو اړتیاوې په مؤثره توګه پوره شي.

ځینې شنونکي په دې باور دي، که دا لګښتونه په همدې ډول دوام وکړي، راتلونکي مالي کال کې به د پراختیايي پروژو لپاره نږدې بودیجه شتون ونلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *