ملګرو ملتونو د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پر یوه جومات د پرون ورځې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې د ملکي وګړو او د عبادت ځای پر وړاندې یو نه منل کېدونکی عمل بللی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترېش د ویاند له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، سرمنشي هغه برید چې د عبادت پر مهال پر ملکي وګړو ترسره شوی، په سختو ټکو محکوموي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند، فرحان الحق، ویلي چې سرمنشي یو ځل بیا ټینګار کوي، چې پر ملکي وګړو او د عبادت پر ځایونو بریدونه د نړیوالو اصولو له مخې د منلو وړ نه دي. د هغه په وینا، د دې ډول بریدونو عاملین باید وپېژندل شي او عدالت ته وسپارل شي.
په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې انتونیو ګوترېش د برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ټپیانو ته یې د بشپړې او چټکې روغتیا هیله کړې ده.
بلخوا شنونکي وایي، پاکستان له کلونو راهیسې د ناوړه، متضادو او لنډمهالو امنیتي او سیمهییزو سیاستونو له امله د دوامدارې بېثباتۍ سره مخ دی. د افراطي ډلو پر وړاندې دوهګونی چلند، د وسلهوالو شبکو زغم، او د ترهګرۍ د ریښو نه وچول هغه تګلارې دي چې نه یوازې یې کورنی امنیت کمزوری کړی، بلکې د سیمې پر ثبات یې هم منفي اغېز کړی دی.
د کارپوهانو په باور، تر هغو چې پاکستان خپله پالیسي په رښتینې توګه بدله نه کړي او له سیاسي بیانونو ور هاخوا عملي او شفاف اقدامات و نه کړي، د تاوتریخوالي پېښې به دوام ولري او مسؤلیت به تل پر نورو اړول کېږي.
