افغانستان

عزيزي ګروپ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا پروژو د پیل تړون سبا لاسلیکوي

د عزیزي ګروپ او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه برېښنا پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه سبا لاسلیک کېږي.

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت اعلان کړی، چې ټاکل شوې سبا (چهارشنبه، د سلواغې ۲۲مه) د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د عزیزي ګروپ شرکتونو عمومي رئیس میرویس عزیزي په حضور کې د عزیزي ګروپ او افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د ۸۴۵ مېګاواټه لمریزې او ډبرو سکرو څخه د تولیدي پنځو پروژو د عملي چارو د پیل تړونونه لاسلیک شي.

د دغه تړونونو له مخې، به په هېواد کې د انرژۍ په برخه کې د پام وړ زیربنايي کارونه پیل شي او د بریښنا تولید ظرفیت به لوړ شي.

د عزیزي ګروپ پانګونه د افغانستان په انرژي سکتور کې یوه مهمه پرمختیا ګڼل کېږي، چې له دې لارې به هېواد ته د پاکې انرژۍ د تولید او رسولو نوې سرچینې برابرې شي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت څرګنده کړې، د یادو پروژو عملیاتي پیل به د انرژۍ سکتور ته ثبات او په سیمه کې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکړي، همدارنګه به د کارموندنې او سرمایه‌ګذارۍ فرصتونه هم زیات کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو له عملي کېدو سره به د افغانستان د بریښنا خودکفایۍ کچه لوړه شي او د وارداتي بریښنا په کمولو کې به مرسته وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *