د طالبانو د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د انتقامي بریدونو په بهیر کې یې تېره شپه یو ځل بیا د طالبانو ۲۰۳ منصوري، ۲۰۱ خالد بن ولید او ۲۰۵ البدر قول اردوګانو اړوند په ننګرهار، پکتیا، خوست او کندهار ولایتونو کې د پاکستاني پوځي رژیم پر ضد عملیات پیل کړي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاد بریدونه د طالبانو د لیزري ځواک پر مټ پیل شوي دي.
د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر دې مهاله د پاکستاني پوځي رژیم یو ټاور او ۴ لویې پوستې نیول شوي او د ماینونو په واسطه له منځه وړل شوي دي.
همدارنګه د طالبانو د دفاع وزارت زیاتوي، چې ۳۲ تنه پاکستاني عسکر وژل شوي او لسګونه نور یې تپیان شوي دي. دوه ډرون الوتکې هم رانسکورې شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات په مکمل ډول تخریب او له منځه وړل شوي دي.
