سیاست نړۍ

زیلینسکي: امریکا پر اوکراین او روسیې فشار راوړی، چې جګړه تر جون پورې پای ته ورسوي

اوکرایني ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي، متحده ایالات غواړي، چې اوکراین او روسیه خپله نږدې څلور کلنه جګړه تر جون میاشتې پورې پای ته ورسوي او حتا وړاندیز یې کړی، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې راتلونکې اوونۍ په فلوریډا ایالت کې ترسره شي.

زیلینسکي ویلي، د امریکا په مشرۍ د اروپا تر ټولو خونړۍ جګړې د پای ته رسولو هڅې په وروستیو اوونیو کې چټکې شوې دي، خو مسکو او کییف لا هم د خاورې پر سر له جدي اختلاف سره مخ دي.

روسیه چې دا مهال د اوکراین شاوخوا ۲۰ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندې لري، غواړي د ختیځ دونېڅک سیمې بشپړ واک هم ترلاسه کړي او ګواښ یې کړی، چې که خبرې ناکامې شي، دا سیمه به په زور ونیسي.

خو اوکراین وایي، چې د خاورې پرېښودل به مسکو لا زړور کړي او ټینګار کوي، چې داسې هېڅ تړون به ونه مني چې روسیه له بیا یرغل څخه ونه ګرځوي.

زیلینسکي خبریالانو ته ویلي: «متحده ایالاتو د لومړي ځل لپاره وړاندیز کړی، چې د اوکراین او روسیې د مذاکراتو پلاوي په امریکا کې، ښایي په میامي کې، راتلونکې اوونۍ سره وویني.»

نوموړي زیاته کړې: «هغوی وایي غواړي هر څه تر جون پورې بشپړ کړي.»

امریکا له جنورۍ راهیسې په ابوظبۍ کې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو دوه پړاوونه منځګړیتوب کړي، چې پکې د بندیانو لوی تبادله وشوه، خو د خاورې پر سر کوم بنسټیز توافق ته ونه رسېدل.

زیلینسکي ویلي، دواړه لوري د زاپوریژیا د اټومي بټۍ د کنټرول په اړه هم ګډ تفاهم ته نه دي رسېدلي. دا بټۍ، چې د اروپا تر ټولو ستره اټومي بټۍ ده، د جګړې په پیل کې د روسي ځواکونو له‌خوا نیول شوې او تر اوسه د هغوی په ولکه کې ده.

زیلینسکي همداراز ټینګار کړی، چې اوکراین به هېڅکله دا ونه زغمي چې روسیه او امریکا د اوکراین له ګډون پرته د دغه هېواد په اړه پټې معاملې وکړي.

د خبرو اترو تر څنګ، روسیې پر اوکراین مرګوني بریدونه روان ساتلي چې له امله یې د سختې یخنۍ پر مهال میلیونونه خلک له برېښنا او تودوخې بې‌برخې شوي دي.

د شنبې په ورځ د روسیې بریدونو د اوکراین درې فعالې اټومي بټۍ اړ کړې، چې خپل تولید راکم کړي، چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په وینا «دا د اټومي پېښې جدي خطر رامنځته کوي». د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ څار بنسټ له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې ده.

روسیه، چې پر ملکي وګړو بریدونه ردوي، اوکراین تورن کړی، چې په مسکو کې یې د پوځي استخباراتو پر یوه لوړپوړي جنرال د ډزو برید تنظیم کړی، چې نوموړی پکې ټپي شوی دی. کییف تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین یرغل وکړ او دا یې «ځانګړي پوځي عملیات» وبالل، خو اوکراین دا خبره د ناقانونه ځمکنۍ نیونې پلمه بولي.

دې جګړې پراخ ویجاړتیا رامنځته کړې، ښارونه یې کنډواله کړي، لسګونه زره سرتېري او ملکي وګړي پکې وژل شوي او میلیونونه کسان یې خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *