افغانستان

ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د امنیت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې بې‌ځایه دي

د ط.البانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه مطرح شوې اندېښنې بې‌اساسه دي او د افغانستان د نه‌حضور له امله ناسم تصویر وړاندې کېږي.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي، دا اندېښنې ځکه راپورته کېږي چې افغانستان په یادو ناستو کې حضور نه لري، څو خپل مستند دریځ او واقعي وضعیت نړیوالو ته وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، ځینې هېوادونه له همدې تشې څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په اړه پروپاګند کوي او بې‌ځایه تشویشونه خپروي.

د ط.البانو ویاند ډاډ ورکړی، چې افغانستان یو امن هېواد دی او دلته هېڅ بهرنۍ او یا خپل‌سره وسله‌واله ډله شتون نه لري.

هغه همداراز ویلي، د داع.ش ډله چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې، له بده مرغه اوس زموږ په ګاونډیو هېوادونو کې ځالې جوړې کړې دي.

مجاهد ټینګار کړی، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر وړاندې نه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپله تازه ناسته کې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *