نړۍ

د پلوڅ ازادي غوښتونکو  بریدونو کې ٨٤ پاکستاني امنیتي ځواکونه  وژل شوي دي

د بلوڅ ازادي غوښتونکو غورځنګ د “هیروف عملیاتو” دویم پړاو په ترڅ کې د بلوچستان په ۱۴ ښارونو کې د وسلوالو بریدونو تازه مالومات خپاره کړي، چې له مخې یې لسګونه پوځيان، پولیس او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د غورځنګ د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۴۸ ځايونه په همغږي سره هدف شوي او لسو ساعتونو لپاره یې په ځینو سیمو کې کلک کنټرول درلود.

راپورونه ښيي، چې ۸۴ پاکستاني پوځيان، پولیس او استخباراتي ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور بندیان دي.

د یاد غورځنګ د دغو بریدونو پر مهال ګڼې دولتي ودانۍ سوځول شوي او امنیتي موټر له منځه تللي دي.

په ورته مهال د پاکستاني حکومت ویلي، چې په دې بریدونو کې ۱۰ امنیتي سرتېري او ۳۷ بلوڅ ازادي غوښتونکي وژل شوي او د نورو بریدونو مخنیوی شوی natv.com

د بلوڅ ازادي غوښتونکو غورځنګ د “هیروف عملیاتو” دویم پړاو په ترڅ کې د بلوچستان په ۱۴ ښارونو کې د وسلوالو بریدونو تازه مالومات خپاره کړي، چې له مخې یې لسګونه پوځيان، پولیس او امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

د غورځنګ د خپاره شویو معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ۴۸ ځايونه په همغږي سره هدف شوي او لسو ساعتونو لپاره یې په ځینو سیمو کې کلک کنټرول درلود.
راپورونه ښيي، چې ۸۴ پاکستاني پوځيان، پولیس او استخباراتي ځواکونه وژل شوي او ۱۸ نور بندیان دي.

د یاد غورځنګ د دغو بریدونو پر مهال ګڼې دولتي ودانۍ سوځول شوي او امنیتي موټر له منځه تللي دي.

په ورته مهال د پاکستاني حکومت ویلي، چې په دې بریدونو کې ۱۰ امنیتي سرتېري او ۳۷ بلوڅ ازادي غوښتونکي وژل شوي او د نورو بریدونو مخنیوی شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *