Uncategorized افغانستان سوداګري نړۍ

د نفتو بیې په نړیوالو بازارونو کې د امریکا د ګواښونو او د ایران د کړکېچ له امله لوړې شوي.

رویټرز راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لوړې شوې دي. دا زیاتوالی وروسته له هغې رامنځته شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد خپل ګواښونه یو ځل بیا تازه کړي دي.

راپور وايي چې د برېنټ خام نفتو بیه هر بېرل ۶۴.۴۱ ډالرو ته رسېدلې او د امریکا د خام نفتو بیه هر بېرل ۵۹.۶۹ ډالرو ته لوړه شوې ده. د راپور له مخې، دا زیاتوالی وروسته له هغه رامنځته شوی چې د پنجشنبې په ورځ د نفتو بیې شاوخوا دوه سلنه راکمې شوې وې.

رویټرز زیاتوي چې د نفتو د بیو د لوړېدو اصلي لامل د ایران په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ګواښونه دي، ځکه بازار کې د احتمالي پوځي اقدام او د نفتو د عرضې د ګډوډۍ اندېښنې رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایران د اوپک سازمان څلورم لوی تولیدوونکی هېواد دی او چین ته د نفتو له مهمو صادرونکو څخه شمېرل کېږي، نو هر ډول اختلال یې په عرضه یې کولی شي نړیوال بازار اغېزمن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *