د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې، ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند، د پنجشنبې په ورځ د سلواغې۹مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ځانګړي استازي او د بشري چارو دایمي همغږي کوونکي، ندرېکا راتواته سره کتلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا لیدنه د ملګرو ملتونو د استازي د رسمي سفر پر مهال په دوحه کې ترسره شوې. په دې ناسته کې دواړو لورو د قطر د دولت او ملګرو ملتونو ترمنځ پر روانو همکاریو خبرې کړي او په ځانګړي ډول یې په افغانستان کې د بشري مرستو او پراختیايي برخو کې د دغو همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث کړی.
په دې لیدنه کې د نړۍوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې ټینګار کړی، چې دوحه به د خبرو اترو د یوه مهم ډګر په توګه پاتې شي او د ملګرو ملتونو د سازمان لپاره به د لوژستیکي، سیاسي او بشري شریک په توګه خپل رول ته دوام ورکړي، څو په افغانستان کې د دغه سازمان د ماموریتونو ترسره کېدل اسانه شي.
نوموړې همدارنګه د افغانستان د ولس په ملاتړ د قطر پر ثابت دریځ ټینګار کړی او ویلي، چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو رسونه او همدارنګه د روغتیا، زدهکړو او اقتصادي پیاوړتیا د برخو ملاتړ د نړۍوالې ټولنې د پرلهپسې هڅو اړتیا ده.
