افغانستان کلتور او هنر

د فبرورۍ میاشتې ۲۱ نېټه د نړۍ په کچه د مورنۍ ژبې نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي

د فبرورۍ ۲۱ د مورنۍ ژبې په توګه هر کال په نړۍواله کچه نمانځل کېږي. دا ورځ خلکو ته یادونه کوي، چې خپلې ژبې ته ارزښت ورکړي، خپل کلتور، دودونه او تاریخي ارزښتونه ژوندي وساتي او د ژبې د ساتنې لپاره هڅې وکړي.

په افغانستان کې پښتو او دري د ملي ژبو په توګه پراخې کارول کېږي، چې په اکثریت سیمو کې ښوونیز نصابونه او تعلیمي مواد د همدغې دوو ژبو پر بنسټ جوړ شوي.

بلخوا پښتتونخوا چې اکثریت وګړي یې پښتانه دي، خو په دغه سیمه کې تعلیمي نصاب پر انګلیسي او اردو ژبو برابر شوی، چې ځوان نسل ته د خپلې مورنۍ ژبې د پراختیا امکانات محدودوي.

ژبپوهان وایي، چې د خپلې ژبې په ځای د پردیو ژبو ټینګول خپل فرهنګ او دودونو ته زیان رسوي او د ځوان نسل د ژبې د ساتنې لپاره ستونزې رامنځته کوي.

ژبېپوهان او فرهنګي فعالان ټینګار کوي، چې د مورنۍ ژبې پراختیا باید د تعلیمي نصاب، رسنیو او ډیجیټل موادو په ټولو برخو کې تضمین شي، څو د ملي ژبې د نسلونو ترمنځ ژوندۍ پاتې شي او خپل ملي هویت وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *