د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي، چې د شوروي ځواکونو وتل د افغانانو د اوږدې مبارزې، قربانیو او مقاومت پایله وه. په اعلامیه کې راغلي دي، چې دغه پېښه د هېواد د خپلواکۍ او د دیني ارزښتونو د ساتنې لپاره د افغانانو د هوډ څرګندونه کوي.
اعلامیه زیاتوي، چې افغانستان په تېرو څه باندې سلو کلونو کې درې ځله له بهرني اشغال څخه وتلی او له دې تاریخي تجربو څخه باید راتلونکي یرغلګر عبرت واخلي. همدارنګه په اعلامیه کې پر افغانانو غږ شوی، چې د هر ډول ګواښونو او دسیسو پر وړاندې بیدار پاتې شي او د ملي یووالي او اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړي.
د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو د ۱۹۷۹ کال په ډسمبر کې پر افغانستان پوځي یرغل وکړ. شوروي پوځونه نږدې نهه کاله په افغانستان کې مېشت وو، خو د دوامدارې جګړې، کورنیو ستونزو او نړۍوال فشار له امله اړ شول چې له هېواده ووځي. د شوروي ځواکونو د وتلو بهیر د ۱۹۸۸ کال له مې میاشتې پیل شو او د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵مه بشپړ شو. دا ورځ په افغانستان کې د دلوې له ۲۶مې سره برابره ده او هر کال د شوروي ځواکونو د وتلو د کلیزې په توګه یادیږي.
