لوبې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د هند پر وړاندې ټېسټ او درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په جون کې د هند پر وړاندې د یوې ټېسټ او درې یو ورځنیو لوبو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي، چې ټېسټ لوبه به د جون له ۶مې تر ۱۰مې په موهالي کې ترسره شي.

دا به دویم ځل وي، چې افغان لوبډله له هند سره ټېسټ لوبه کوي او له دغه وړاندې هم افغان لوبډلې د هند سره یوازینۍ یوه ټېسټ لوبه ترسره کړې، چې افغانستان په لوي ټوپیر بایللې ده. همداراز په لومړي ځل به افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په بشپړه لوبلړۍ کې د هند پر وړاندې میدان ته ښکته شي. د ټېسټ لوبې وروسته درې یو ورځنۍ سیالۍ په درمساله، لکنو او چینای کې ترسره کېږي. سربېره پر دې، د درې شل‌اوریزو سیالیو پر ترسره کولو هم خبرې روانې دي، چې ښايي د روان کال کې د افغانستان په کوربه‌توب ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *