پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف وایي، هغه کسان چې پر مسجد یې برید کړی، نه یوازې د اسلام بلکې د پاکستان ښکاره دښمنان دي او نوموړی ادعا کوي چې برید کوونکي له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي وو.
د سیاسي چارو شنونکي وایي، د پاکستان حکومت دا ډول څرګندونې په داسې وخت کې کوي، چې دغه هېواد له اوږدې مودې راهیسې د ناکامو امنیتي او سیمهییزو سیاستونو له جدي ستونزو سره مخ دی. د شنونکو په باور، پاکستاني چارواکي هڅه کوي د ترهګریزو پېښو پړه پر نورو واچوي تر څو د کورنیو ناکامیو، استخباراتي کمزورۍ او د افراطي ډلو پر وړاندې د دوهګوني چلند څخه خپل مسوولیت پټ کړي.
دوی زیاتوي، چې په پاکستان کې د وسلهوالو ډلو شتون، د افراطیت د ریښو نه وچول او د امنیتي پالیسۍ ناسم مدیریت هغه عوامل دي، چې د دا ډول پېښو د تکرار لامل شوي دي. د شنونکو په اند، تر څو چې پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي او په رښتینې توګه د ترهګرۍ پر وړاندې جدي اقدام ونه کړي، یوازې د سیاسي بیانونو له لارې به د امنیت ستونزه حل نه شي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه برید مسولیت داع.ش نومي ډلې پر غاړه اخیستی دی.
