نړۍ

امریکا له سعودي عربستان سره د یو تړون په اساس د یورانیم غني کولو محدودیتونه لېرې کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کانګرس ته خبر ورکړی، چې له سعودي عربستان سره د ملکي اټومي انرژۍ د همکارۍ پر یو تړون کار روان دی، خو په دغه وړاندیز شوي تړون کې هغه کلک تضمینونه شامل نه دي، چې امریکا پخوا د اټومي وسلو د نه خپرېدو لپاره اړین بللي.

د رویټرز د راپور له مخې، دا تړون چې د «۱۲۳ تړون» په نوم یادیږي، سعودي عربستان ته اجازه ورکوي چې د یورانیمو د غني کولو او د مصرف شوي اټومي سون توکو د بیاپروسس په برخو کې همکاري ولري؛ هغه برخې چې د اټومي وسلو جوړولو احتمالي لارې ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې د وسلو د کنټرول ملاتړي یو شمېر ډیموکراتان او ځینې جمهوري غوښتونکي سیاستوال ټینګار کوي، چې هر ډول تړون باید داسې محدودیتونه ولري چې سعودي ته د یورانیمو د غني کولو اجازه ور نه کړي، او دغه هېواد دې د اټومي انرژۍد نړیوالې ادارې (IAEA) اضافي پروتوکول ومني، څو ناڅاپي او پراخو پلټنو ته زمینه برابره شي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا صنعت به د سعودي د ملکي اټومي پروګرام په مرکز کې وي او دا کار به د خوندیتوب او نه خپرېدو تضمینونه پیاوړي کړي. خو د وسلو د کنټرول ځینو کارپوهانو اندېښنه ښودلې چې دا تړون ښايي د اټومي خپرېدو خطر زیات کړي او د نورو هېوادونو لپاره هم بېلګه وګرځي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تر دې مخکې ویلي وو، که سیمه‌ییز سیال هېواد ایران اټومي وسله ترلاسه کړي، سعودي به هم ورته اقدام وکړي.

د ټرمپ اداره ښايي په نږدې ورځو کې دغه تړون کانګرس ته وسپاري. که د امریکا سنا او د استازو جرګه په ۹۰ ورځو کې د مخالفت پرېکړه تصویب نه کړي، تړون به په اتومات ډول عملي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *